د ځوانانو مناظره: ننگرهار خپله بڼه بدلوي

د ځوانانو مناظره: ننگرهار خپله بڼه بدلوي

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د ذبيح الله غازي ليکنه

د مخالفينو د بريدونو له ډار سره سره په ننگرهار کې د ټاکنو ورځ په خير تېره شوه. دا خبره د اپرېل په ١٣ د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې واورېدل شوه. 

ليکوال او ژورنالست، آصف شينواري وويل، خلک د تاوتريخوالي له گواښونو سره سره په ټاکنو کې په گډون کولو وياړي. 

هغه وويل: "سره له دې چې [زموږ] مخالفينو د حکومت او خلکو د ډارولو لپاره ډېر تبليغات وکړل، خو خلکو وښوده چې د خپل برخليک په ټاکلو کې جدي دي."

د مدني ټولنې يو فعال، انور سلطاني د ننگرهار پوهنتون سلو تنو تکړه اوريدونکو ته وويل، ناحکومتي موسسو او عادي خلکو د رايه ورکوونکو د شمېر په زياتوالي کې تر ډېره بريده مرسته وکړه.  

هغه وويل: "مدني ټولنو په دې ټاکنو کې مثبت رول ولوباوه. ټولو خلکو ته يې د رايې ورکولو لپاره لار هواره کړه."نوموړي زياته کړه، هيله لري د ټاکنو خپلواک کميسون به په خپلو اړوند چارو کې په عادلانه ډول چلن وکړي.

د ننگرهار پوهنتون استاد، بشير دوديال وويل، خلکو د خپلې راتلونکې په موخه خپل مصؤونيت له خطر سره مخامخ کړی وو.

نوموړي وويل: "خلکو خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړ، رايه يې ورکړه او د هېواد غليمانو ته يې څرگنده کړه چې دا ولس رغنده ټاکنې سرته رسولای شي."هغه زياته کړه، هغه هيله لري که چېرته ولسمشريزې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي خلک به همداسې فضا رامنځته کړي.

ذبيح الله غازي د ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists