د ځوانانو مناظره: د هلمند ولايت د ټاکنو چارواکي ډاډمن بريښي

د ځوانانو مناظره: د هلمند ولايت د ټاکنو چارواکي ډاډمن بريښي

په افغانستان کې د محمد ولي زيرک ليکنه

د افغانستان په سويل، هلمند ولايت کې د راتلونکي کال په اپرېل کې د ټاکونو کارکوونکو د رايه ورکولو په اړه د خپل د چمتووالي ډاډه څرگند کړ.  

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون د ولايتي څانگې وياند، شفيق الله ساپي په دې وروستيو کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې غونډې کې محصلانو ته وويل، دوې غوره لارې په پام کې نيول شوي چې د ٢٠١٤ کال ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاکنو عادلانه سرته رسيدل ډاډمنوي. د درغليو د شونتيا د راټيټولو په موخه به رايه ورکوونکو ته د رايې د ورکولو مرکز په گوته کيږي. همدارنگه هغه رنگ به، چې د خلکو د گوتو د په نښه کولو لپاره پکارېږي او د دوه ځلي رايې ورکولو مخه نيسي، ژر پاک نشي.  

ساپي وويل:"خلکو په مخکنيو ټاکنو کې د رايې ورکولو کارت په يوې ولسوالۍ کې ترلاسه کولو او د ولايت د رايې اچولو په هر مرکز کې يې رايه ورکولای شوه. اوس د رايې د ورکولو پر کارتونو د رايې د ورکولو د مرکز نوم ليکل شوی. پخواني رنگ ښه کيفيت نه درلود، خو اوس داسې رنگ غوره شوی چې د رايه ورکوونکو له گوته څخه تر يوې اوونۍ پورې نه پاکيږي. نوموړی رنگ په هيڅ راز کيمياوي توکو د پاکېدو وړ نه دی."

په مناظره کې يو بل ويناوال، د هلمند د پوهنتون د ارواپوهنې استاد، عبدالمناف فردين د راتلونکي کال د اپرېل د ټاکنو د برياليتوب چانس ته خوشبين و.

هغه وويل: "که چېرته د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون کارکوونکي په رښتيا هم بې پرې پاتې شي او د يوه ټاکلي نوماند ملاتړ ونه کړي، نو زما په اند به په هلمند کې رڼې او شفافې ټاکنې سرته ورسيږي. د نړۍ هيڅ يو هېواد، آن د اوږدې مودې دموکراسۍ لرونکي هېوادونه، ادعا نشي کولای چې سل په سلو کې رڼې ټاکنې سرته رسوي، خو د درغلۍ کچه ښايي تر دې بريده نه وي چې د ټول بهير اعتبار او قانونيت تر اغېز لاندې راولي."

محمد ولي زيرک د هلمند د پوهنتون محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists