بدلون ګران تمام شو

د پيسو بدلوونکي يا صرافان د نويو پيسو له معرفي کيدو وروسته ځوريږي.

بدلون ګران تمام شو

د پيسو بدلوونکي يا صرافان د نويو پيسو له معرفي کيدو وروسته ځوريږي.

په افغانستان کى د نويو پيسو معرفي کيدل د حکومت يو له سترو برياو څخه بلل کيږي، خو د کابل د پيسو د عدلون او بدلون کار او بار کوونکو له پاره دا بد خبر دى.


انتقالي حکومت چى مشري يي د ولس مشر حامد کرزي له خوا کيږي ، په تير مني کى يي پريکړه وکړه چى له افغانۍ څخه درى صفرونه ليرى کړي ځکه د يوه ډالر په وړاندى د افغانۍ ارزښت ٤٦٠٠٠ و. سيالو جنګسالارانو خپلى پيسى چاپولى او په پاکستان او روسيه کى د بانډونو لخوا د جعلى نوټونو چاپيدل مخ په زياتيدو و.


پر وجهي تګلارى د کنترول په بيا تر لاسه کولو نژدى ١٥ تريلونه زاړه افغانۍ يي له دوران څخه ويستلي او په دى توګه مرکزي بانک په چټکۍ سره د نويو پيسو د ثبات له پاره د خپلو بهرنيو ذخايرو څخه د ١٢٠ مليونو ډالرو په ارزښت نوى پيسى رانيولي دي.


د کابل د خپلواکو صرافانو له پاره چى يو وخت يي ښى ګټى کولى، او يا به يي د پخواني افغانيو د بدليدونکي بيى له امله په دغه سوداګرۍ کۍ هر څه له لاسه ورکول، ځکه دا شک به و چى په يوه وخت کى د افغانۍ څو ډولونه په دوران کى دي، نو د نويو پيسو معرفي کيدو د بيو ډير زيات لوړيدو د پاى ته رسيدو سګنل ورکړى دى. له راپورونو سره سم ډيرکوچني صرافان له دغى سوداګرۍ څخه لاس پر سر شوي دي.


د کابل د شهزاده مارکيټ يوه صراف اجمل وويل: موږ اوس ډيرى پيسى نه شو ګټلى ځکه چى د نوى افغانۍ بيه ډپر لږ تغير کوي.


په کوڅه يوه بل صراف محمد کبير روښان وويل: موږ په پخواني افغانيو ډيرى ګټى تر لاسه کولى خو اوس يوازى ډير لوى صرافان چى دوکان لري ايله دومره ګټي چى پرى شپى سبا کړي.


البته د حيرانتيا ځاى نه دى چى د صرافانو د خپلواکى اتحاديي ريس محمد امين خوستى په دى خبره خوښ نه وو چى مرکزي بانک په دومره زياته پيمانه مداخله کړى. هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: حکومت بايد د نويو افغانيو د پشتيبانى له پاره نورى لارى چارى ومومي، يعنى ټکسونه يا ماليي دى زياتى کړي، د هيواد کانونو سرچينى دى په کار واچوي او په هيواد کى سوله او امنيت تامين کړي.


هغه وويل: د بانک له مداخلى سره سره خلک لا هم پر نوى کرنسۍ پوره باور نه لري، او ډيرى خلک لاهم د لويو معاملو له پاره ډالر او پاکستاني روپۍ کاروي.


په شهزاده مارکيټ کى يوه بل صراف عبدالحبيب وويل: خلک انديښمن دي چى له عراق سره جګړه به پر افغانۍ اغيز وکړي. دوى وارخطا دي چى نړيواله ټولنه او امريکا به افغانستان هير کړي، او د نويو افغانيو ارزښت به ټيټ شي. همدا دليل دى چى خلک لا هم له موږ څخه بهرني اسعار رانيسي.


که څه هم آن صرافانو په دى خبره موافقه وکړه چى نويو پيسو خپلى ګټى درلودي دي. اجمل وويل: هغه نور نو د ډير زيات تاوان انديښنه نه لري ځکه پخوا به ناڅاپي بيي ولويدى. هغه وويل: هغه مهال چى په پخوانيو افغانيو مو لويي معاملى کولى نو ټوله شپه به مو د سبا ورځى د بيي له امله خوب نه کوه. د پيسو په ارزښت کى ډير زيات اوښتون و. له همدى امله ډير صرافان بډايان او ډير نور خواران شول. بله ښيګڼه صرافانو او عادي خلکو له پاره دا ده چى پخوا به دوى آن د کوچنيو معاملو له پاره د پيسو بوجۍ انتقالول ، او د افغانيو تر ټولو لوى نوټ ١٠٠٠٠ و چى ارزښت يي هغه مهال چى پخوانۍ افغانۍ له دوران څخه ووته نو ٢٠ سنټه وه.


احمد ولي چى د يوى ليسى زده کوونکى دى او تره يي چى په اروپا کى اوسي له کورنۍ سره يي مرسته کوي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: ما اکثره په شهزاده مارکيټ کى پيسى بدلولى. چى د ډالرو سل ګون مى په افغانيو بدلوه نو د پنځو مليونو افغانيو حسابولو نيمه ګړۍ وخت اخيست.


صرافان او مشتريان دواړه په دى خبره موافقه کوي ، نوي نوټونه چى په جرمني او برتانيا کى چاپيږي په زياته پيمانه يي د هغو جعلي پيسو مخه يي نيولى چى پخواني افغانۍ يي بى ثباته او بى ارزښته کولى.


د تير کال په وروستيو کى د ځينيو جعلي نوټونو دوران پيل شوى و، خو د چاپ نوعيت يي کمزورى و او له همدى امله ژر وپيژندل شول.


د کابل يوه اوسيدونکي وويل: ځينى خلک شکايت کوي چى دا ګرانه ده چى د نويو نوټونو تر منځ توپير وشي. زه اکثره د لس ګون او ٥٠ افغانيو نوټ ( ٢٣ سنټه او ١، ٢٠ ډالره) تر منځ د توپير په اړه خطا کيږم ځکه چى رنګ يي ډير سره ورته دى. څو ورځى وړاندى مى د ١٠ پر ځاى د ٥٠ افغانيو نوټ ورکړ چى ډير يي په غصه کړى وم ځکه چى ٥٠ افغانۍ زما د يوى ورځى مزد دى.


ډير نور بيا شکايت کوي چى دا پيسى له يوى افغانۍ (دوه نيم سنټه) کښته پيسه نه لري.


د مرکزي بانک مشر انورالحق احدي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل : موږ تر افغانۍ ټيټ واحدونه په پام کى نيولي و، خو له هيواد څخه بهر چاپول يي موږ ته ډير ګران پريوتل. موږ هڅه کوو چى له افغانۍ ټيټى سکى په يوه فابريکه کى تهيه کړو خو دا فابريکه اوس فعاله نه ده او بايد ډير ژر په کار پيل وکړي.


محمد نعيم لوګري چى په شهزاده مارکيټ کى يي خپلى پيسى بدلولى وايي : زه تل له ځانه سره بهرني اسعار ساتم ځکه چى په پخوا وختونو کى د افغانيو بيه تل ټيټه او لوړه شوى او زه په دى باور نه لرم چى بيا به هم په راتلونکي کى ورته حالت نه راځي.


تر ټولو تياره د صرافانو د اتحاديي د مشر خوستي نظر و چى ويي ويل: زموږ ګاونډي هيوادونه نه غواړي موږ قوي او غښتلى پيسه ولرو او له همدى امله د هغو ډلو ملاتړ کوي چى د مرکزي حکومت پر ضد جنګيږي.


محمد شفيق حقپال د جنګ او سولى د راپور ورکوونکى ټولنى خبريال دى.


Frontline Updates
Support local journalists