ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ والي: د حکومت کږې پښې ور سموو

د بلخ والي: د حکومت کږې پښې ور سموو

author avatar
1 Aug 2017 - 17:11
د بلخ والي: د حکومت کږې پښې ور سموو
author avatar
1 Aug 2017 - 17:11

مزارشريف (پژواک، ۱۰ زمری ۹۶) د حکومت يو شمېر لوړپوړو چارواکو د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د حکومت پر ضد غونډه وکړه.

د مزارشريف ښار د روضې سوېل لور ته د شاديان سړک پر چوک د زمري په ۱۰مه د افغانستان ژغورنې په نامه د شمال زون د ځينو سياسي مشرانو د نوي جوړ شوي ايتلاف په ملاتړ غونډه وشوه، چې د بلخ د والي عطامحمد نور او د اجرائيه رياست د دويم مرستيال محمد محقق په ګډون د جنبش، جمعيت او حزب وحدت ګوندونو سره تړاو لرونکو عامو خلکو او د پارلمان وکيلانو په کې برخه اخيستې وه.

د دې غونډې له امله د مزارشريف ښار د مرکزي سيمې سوداګريز مارکېټونه او هټۍ تر غرمې بندې وې، پر لويو لارو د موټرو پر ګرځېدو بنديز لګېدلی و او په دولتي ادارو کې د نورو ورځو په څېر مراجعين او چارې نه وې.

د بلخ والي عطاء محمد نور يادې غونډې ته خپلې خبرې د تېر په څېر د ارګ پر خلاف څرګندونو پيل کړې.

نوموړي وويل: ((موږ به خپله مبارزه روانه ساتو، موږ د دې حکومت کږې پښې ورسموو.))

هغه د ارګ پر واکدارانو غږ وکړ، تر هغه چې د قدرت انحصار د څلورو پنځو کسانو له ولکې ونه وځي، نو د واک پاتې به يې ورته ناشوني شي.

د جمعيت ګوند اجرائيه رييس او د بلخ والي عطامحمد نور د حکومت اجرائيه رياست د ځان مقابل کې ونه ګڼل، بلکې ارګ يې د قدرت پر انحصار او سياسي تبعيض تورن کړ.

نوموړي همداراز د تدارکاتو کمېسيون په فساد کې ښکېل وباله.

نور د امنيتي ارګانونو لوړپوړي چارواکي بې کفايته وبلل او زياته يې کړه: ((دا ګوډو مات مو در خپل کړئ، موږ ته نه دي په کار. نور يې زغم نه لرو او نه یې هم منلی شو.))

هغه نړيوالې ټولنې ته وويل چې په افغانستان کې د خپلو پيسو مصرفولو ته فکر وکړي، هغه دې د ډيموکراسۍ او پرمختګ لپاره ولګوي.

يادې غونډې ته د اجرائيه رياست دويم مرستیال او د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق هم خبرې وکړې.

نوموړي د جنرال دوستم د قضيې په تړاو نړيواله ټولنه، امريکا او اروپا د افغانستان په کورنيو چارو کې پر لاسوهنه تورن کړل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.