په هلمند کې د اپيمو د غوړېدا بل کال

لکه څنګه چې د کرکېلې موسم را دبره کيږي، داسې نښې نه تر سترګو کيږي، چې ګوندې کروندګر دې نغد دوديز حاصل ته شا واوړوي.

په هلمند کې د اپيمو د غوړېدا بل کال

لکه څنګه چې د کرکېلې موسم را دبره کيږي، داسې نښې نه تر سترګو کيږي، چې ګوندې کروندګر دې نغد دوديز حاصل ته شا واوړوي.

Sunday, 14 October, 2007
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

.



هغه وايي: "زه د کوکنارود کرولو په فصل کې ډېر ستړی کيږم. هغه ډېر زيار غواړي. د کوکنارو لويول لکه د ليوني سړي رغول دي."



نادعلي په ټوليز ډول يوه کرنيزه ولسوالي ده. داوبو لګولو لپاره په کې يوه لويه وياله بهيږي. د نادعلي ولسوالۍ تر ټولو لويه کرونده کوکناردی، چې له امله يي د هلمند ولايت د نړۍ د اپينو او له هغې څخه د په لاس راغلو هيرويينو له امله ستر توليدوونکي مرکز ګڼل کيږي. د نيشه يي توکو او جنايتونو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (UNODC) اټکل کوي، چې د اروپا په کوڅو او سړکونو کې نيمايي ته نژدي هيرويين د افغانستان په دې ولايت کې چمتو کيږي.



د هلمند ولايت په 2007 کال کې تر ننه پورې ترټولو ستر توليد لاس ته راوړی دی. د UNODC د اټکل له مخې "د 2007 کال د اګست په مياشت کې د افغانستان د اپيمو د سروې د خپرو شوو پايلو" دا اندازه 4400 ټنه اټکل شوې، چې د تېر کال په پرتله په سلو کې 57 زياتوب ښيي. دويم ستر توليدوونکی ولايت ننګرهار ښودل شوی، چې له زرو ټنو څخه يي زيات اپين توليد کړی دی.



که نادعلي د تېر کال په څېر وي، نو په 2008 کال کې به د هلمند لپاره د هغې کچه تر دې هم زياته وي.



له لاپو شاپو څخه د کوکنارو د اړولو ډک کمپاين په هلمند کې ددې سترې کروندې په مخنيوي کې خورا پاتې راغلی دی. د UNODC رپوټ وايي، په 2007کال کې د کوکنارو 103000 زره هکتاره کروندې د تېر کال د توليد په پرتله په سلو کې 48 زياتوالی ښوولای دی. خو د 2006 کال له اندازې څخه په سلو کې له شلو څخه لږ، 4 زره هکتاره کرونده اړول شوې وه. د نيشه يي توکو د مبارزې چارواکي په خصوصي توګه دا مني، چې رښتينې اړول شوې ځمکې کچه ښايي تر دې خورا لږه وي.



د امريکا د متحده ايالتونو او برتانيې حکومتونو متبادل کښت ته زياتې اندازې پيسې بېلې کړي دي، خو د رحيم ګل په وينا د هلمند ولايت کروندګر په تشو ژمنو زړه نازړه باور کولای شي. هغه څرګنده کړه: "که رښتيا ووايم د بديل د معيشت په خبرې موږ باور نه شو کولای. زه به هيڅکله هم د کوکنارو پر ځای بل څه ونه کرم. کوکنار موږ ته يو ښه فصل دی. موږ ته ډېرې پيسې کوي او مرسته راسره کوي، ترڅو ډېر ژر په خپلو پښو ودريږو. ما داسې څوک ونه ليد، چې له موږ سره مرسته وکړي."



هلمند تاوتريخوالي يو ځپلی ولايت دی. د تېرکال راهيسې په کې جنګ جګړې زور اخيستی دی، چې له امله ي د نيشه يي توکو په وړاندې مبارزه او همدا راز د پراختيايي پروژو پلي کول پاتي راغلي دي.



کروندګر دې ته حاضر نه دي، چې په حکومتي او يا مرستندويه نړيوالو موسسو شک ليرې کړي. له سرته نه رسول شوو ژمنو څخه نهيلي شوي او وايي، چې د کورکنارو کر کيلې ته به تر هغه دوام ورکړي، ترڅو ورڅخه پيسې لاس ته راوړلای شي.



رحيم ګل وويل: "زه به هيڅکه هم د کوکنارو کرل بس نه کړم. آن تر هغې به مې باور رانه شي، چې که حکومت د مرستو له بوجيو سره راشي. د (دولسمشر حامد) کرزي او (د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر) بوش حکومتونه درواغجن دي."



درحيم ګل زوی هغه ته چای راوړې، چې يو غړپ يي کړې او بېرته خپل کار ته ستون شو.



هغه وويل: "زه بايد د نخودو حاصل راټول کړم، ترڅو مې کرونده کوکناروته چمتو کړای شم."



کوکنار د هلمند په وچ او تود اقليم کې په مني کې کرل کيږي او حاصل يي په پسرلي کې راټوليږي. دا دمني يوه شنه ورځ ده. په نادعلي کې کروندګر د کرکيلې له وسايلو او تراکتورونو سره کروندو ته راوتلي اوخپله ځکمې د کر لپاره چمتو کوي.



يوې لنډې پوښتنې ګروېګنې څرګنده کړه، چې څه ناڅه زياتره کروندګر د کوکنارو د کرلو په سوچ کې و. هغوی ټولو په ګډه ويل داسې کوم بديل نه شته، چې د کوکنارو په اندازه ګټه ورته په لاس ورکړي.



په پای کې يو کروندګر، چې تورې جامې يي په تن کې وې او مخ يي له خاورو دوړو څخه په يو دستمال پوښلی و، وويل، هغه په پام کې لري، چې نور کوکنار کرل بس کړي.



شېرزمان وويل: "ما تر اوسه پورې له کوکنارو څخه کومه ګټه نه ده تر لاسه کړې. له دې امله مې سږکال پتېلې چې نور يي ونه کرم."



هغه وويل، د هغه پرېکړه د کوکنارو په اړه د حکومت له مبارزې سره کوم تړاونه لري. هغه وويل، په دې مبارزې کې پيسې او بډې کښته پورته کيږي.



هغه وويل: "ما د کوکنارو د اړولو مبارزې ته يو شپږ پولی هم نه دی ورکړی. که ما هغوی د جريب په سر 1100 افغانی ورکړی وای، نو کوکنار به مې پر ځای و. زه د کوکنارو کرل د حکومت لپاره نه بس کوم. هغوی کله هم زموږ پټي نه دي اړولای، هغوی يوازې پيسې غواړي."



د شين کلي په نوم د نادعلي په يو بل کلي کي کروندګرو ورته کيسې کولې. حسين، په داسې يو ولايت کې چې زياتره اوسيدونکي يي پښتانه دي په هزاره توکم پورې تړلی دی او د ډېره کيو تر سيورې لاندې دی. هغه هم په سږني مني کې کوکنار کري.



هغه وپوښتل: "ولې نه؟ دا ډېر ښه بوټی دی. موږته ښې پيسې کوي."



حسين کله هم د بديل معيشت نوم نه دی اورېدلای او نه په ولايت کې د کرنې رياست پېژني.

هغه وويل: "دا هرڅه بې مانا دي. په د ې کلي کې هيچا هم د هغه (د کرنې د رياست) په هکله نه دي اورېدلې اونه يي راسره مرسته کړې ده."



د هلمند ولايت په مرکز، لښکرګاه کې آی ډبليو پي آر له انور اکا سره وليدل. هغه يوه بوجی بوره اخيستې وه او په واشېر ولسوالۍ کې خپل کلي ته روان و.



له هغه څخه مې د کوکنارو په هکله پوښتنه وکړه. په ونه دا دنګ سړی خپه شو او خپل د اوږو بار يي په ځمکه باندې کېښود.



هغه ټيټ غږ وويل: "موږ په واشېر کې کوکنار نه کرو. موږ يي نه شو کرلای. هلته زموږ په کارېزونو کې يو څاڅکی اوبه هم نه شته. موږ په ټولې ولسوالۍ کې يو کارېز لرو. په هغې کې يو څاڅکی اوبه نه شته. کوکنار به څنګه ورو؟"



د انور په وينا واشېر په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې دی او په هغې سيمې کې حکومتي او مرستندويه موسسې کار ته نه پرېږدي.



په نورو ولسواليو کې ناحکومتي موسسو د کاريزونو په جوړولو، د اوبو لګولو لپاره د څاګانو په کنلو او بديل معيشت ته د خلکو په هڅولو کار پيل کړی دی.



خو د و ضعې د ترينګوالي له امله ددې پروژو څارنه ستونزمنه ده. د کرنې ماهران په پټه دا مني، هغوی په ددې ډاډه نه دي، چې ګوندې دا بهير به د کوکنارو د کرکيلې کار غړند کړي، بلکې له هغې سره به مرسته وکړي.



انور وويل: "واشېر ته هيڅ کومه ناحکومتي موسسه نه شي راتللای. موږ ټول له هغه ځايه د وتلو په اند يو. که زه په نادعلي کې اوسېدلای، نو خامخا به مې کوکنا رکرل، ځکه له هغې پرته خپل کورته ډوډۍ نه شوموندلای. هيڅ کار و بار نه شته. حکومت ډېر احمق دی."



هغه د بورې بوجۍ شاته واړوله او په پخله مخه رهي شو.



د هلمند ولايت د کرنې رئيس، غلام نبي د بديل معيشت په هکله ډاډمن نه و او ويي ويل، چې هغه ځای نه نيسي.



هغه وويل: "زموږ رياست د کروندګرو د بديل معيشت لپاره د مرستې څه سرچينې نه لري. موږ پروسږکال ګاونډيو ولسواليو ته د مرچکو او بانجڼو تخم وېشلای و. خو هيڅکله هم بس نه و."



د غلام نبي د وينا له مخې د منځنۍ اسيا د پراختيا ډلې په څېر موسسې په هلمند کې کروندګرو ته د مرستې د چمتو کولو لپاره کار کوي.



هغه زياته کړه: "دا د ټول هلمند لپاره ډېر لږ کار دی. موږ زياتو نړيوالو مرستو ته اړتيا لرو. ناوې او نادعلي ته د بزغليو ليږل کفايت نه کوي."



غلام نبي وويل، افغان حکومت زيار باسي، ترڅو د پنبې په څېر حاصلات په لوړه بيه راونيسي، چې قانوني کښت هم دی، ترڅو د خلکو پام ورته راواړوي.



هغه وويل: "اسدالله وفا (والي) او زه په دې هڅو کې يو ترڅو يوه کيلو پنبه يه 50 افغانيو واخلو. کروندګر ښايي پنبې ته مخه کړي او د کوکنار کرل پريږدي."



هغه اقرار وکړ، چې د امنيت د نشتوالي له امله به دا شوني نه وي، چې د کوکنارو د کرکيلې مخه ډب شي.



هغه وويل: "د دښتو په څېر په غصب شوو ځمکو کې زياته اندازه کوکنار کرل کيږي. خلک څاګانې کني او له هغې څخه ډېر ښه حاصل تر لاسه کوي. حکومت يوازې هغه مهال په کرکيلې کنترول لرلای شي، چې امنيت ټينګ شي."



ولايتي چارواکي د پيسو په لګولو باندې د نړيوالې ټولنې د غوره شوې لارې ملاتړ نه کوي.



داګست په مياشت کې د نړيوالې پراختيا لپاره د امريکا د متحده ايالتونو ادارې (USAID) په مرسته "د سهيل بديل معيشت" په نوم يوې پروژې په لښکرګاه کې د کروندګرو د کار د ستايلو په موخه يو کرنيز نندارتون جوړ کړ.



پخپله په نندارتون باندې سل زره ډالره ولګېدل. داسې يو شی، چې د هلمند د والي اسدالله وفا پههغې باندې په خپلې پرانيستونکې وينا کې نيوکې وکړې



د نړيوالې پراختيا لپاره د هلمند د ولايتي بيارغاونې په ډلې کې د برتانيې يو سلاکار، باري کاواناګ وويل، چې ترننه پورې په هلمند کې د بديل معيشت په وړاندې له 150 مليونو ډالرو څخه زياتې پيسې لګېدلي دي.



هغه وويل د پيسو زياته برخه د USAID له خوا چمتو شوې په داسې حال کې چې برتانيې هرکال 20 مليونه ډالره لګولي دي.



کاواناګ يادونه وکړه، امريکا د خصوصي قراردادونو له لارې دا پيسې کار وي. برتاينا د افغانستان د کلو د پراخيتا او بيارغاونې د وزرات له لارې مرسته کوي.



هغه وويل: "زه د مرسته شوو کروندګرو سمه شمېره نه لرم، خو پروسږکال مو اتيا ټراکټورنه حکومت ته ورکړي و. هغه بايد لومړی د کوکنارو په اړولو کې کارول شوی وای او وروسته ترې کروندګرو ګټه اخيستی وای."



ددې پوښتنې په ځواب کې، چې په مرستو باندې د ټولو پيسو له لګولو سره د ناوې، نادعلي او مارجې په ولسواليو کې څوک د بديل معيشت نوم نه پېژني، کاواناګ وويل: "موږ له زياتو ستونزو سره مخامخ يو. يوه يي هم داده، چې موږ مرستې نېغ په نېغه نه شو وېشلای."
Frontline Updates
Support local journalists