د ځوانانو مناظره: رسنۍ د ټاکنو د رپوټ ورکولو لپاره پيسې نه لري

د ځوانانو مناظره: رسنۍ د ټاکنو د رپوټ ورکولو لپاره پيسې نه لري

په افغانستان کې د محمد عارف انوري ليکنه

د مزارشريف په ښار کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې مناظرې کې وويل شول، په افغانستان کې د رسنيو شبکه هغه اندازه پېسې نه لري چې د اپرېل د مياشتې د ټاکنو د اغېزمن پوښښ لپاره ورته اړتيا لري.

په بلخ ولايت کې د مديوتيک افغانستان په نامه د يوې ناحکومتي مؤسسې مشر، شفيع رحيمي وويل، د گوتو په شمېر رسنۍ له لويو ښارونو بهر د رايو ورکولو مرکزونو ته د خبريالانو د استولو لپاره پيسې لري. د دې خبرې معنا داده چې د اپرېل په پنځمه نېټه، د ټاکنو په ورځ به په لرې پرتو سيمو کې د رايو ورکولو د زياترو مرکزونو په اړه څوک رپوټ چمتو نه کړي.

رحيمي وويل: "کابل مېشتې رسنۍ کولای شي په ښه ډول د ټاکنو د خپلواک کميسون او د ټاکنو د شکايتونو د کميسون فعاليتونه وڅاري، خو دا کار په رښتينې ډول ولايتي رسنيو ته ستونزمن دی، ځکه هغو ځايونو ته رسېدل ډېر محدود دي. زياتره رسنۍ به وکړای شي په لرې پرتو ولايتونو کې له درېو څخه د رايو ورکولو زيات مرکزونه وڅاري. ما ته د خبريال په توگه دا تجربه له تېرو ټاکنو څخه راپاتې ده."

هغه وويلو له اغېزمنو کورنيو څارونکو او له وړ او مسلکي رسنيو پرته به د ټاکنيز بهير شفافيت له خطر سره مخامخ وي.

په افغانستان کې به د اپرېل په پنځمه نېټه د ولايتي شوراگانو او همدارنگه د ولسمشر حامد کرزي د ځايناستي لپاره، چې د اساسي قانون له مخې د دوو دورو له پوره کولو وروسته گوښه کيږي، ټاکنې وشي.

لويديځو حکومتونو د ٢٠٠٩ کال و لسمشريزو ټاکنو ته د مرسته شوو پيسو په پرتله شاوخوا درېمه برخه لږې پيسې د ملگرو ملتونو د ټاکنو له صندوق سره ژمنه کړې ده.

د معلوماتو له مخې د اروپايي اتحاديې ونډه د اويا سلنې په رالوېدو ديارلس مليون ډالرو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې ښايي متحده ايالتونه ٥٥ مليون ډالره ژمنه وکړي چې د پنځو کلونو دمخه مرستې په پرتله به ١٥ سلنه لږه وي.

د آی ډبليو پي آر له خوا رابلل شوې غونډه د جنورۍ په ٢٣ جوړه شوې وه او د بلخ ولايت د پوهنتون محصلانو، حکومتي کارکوونکو او ژورنالستانو له ٦٠ څخه زياتو برخوالو پکې گډون کړی وو.

په ويناوالوکې د بلخ  پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي رئيس، پروفيسور نورالله محسني د ټاکنو د څارونکو پر اهميت ټينگار وکړ او ويې ويل، د پايلو د ټاکلو په اړه د هر رپوټ هڅه بايد جدي وگڼل شي. 

محسني دا خبرداری هم ورکړ، د ځايي څارونکو د واک په اړه د څرگندوالی او وضاحت نشتوالی به، چې د درغلۍ په اړه رپوټ ورکوي، د ازادو او عادلانه رايه ورکولو ډاډ تر سيورې لاندې راولي.  

د بلخ  پوهنتون يو محصل، يادالله محمدي يادونه وکړه چې په تېرو ټاکنو کې د تاکنو څارونکي پخپله پر فساد تورن شوي وو او پوښتنه شوې وه چې کوم معيارونه وضع شوي وو، ترڅو دهغوی بې پريتوب ثابت کړي.

محمد عارف انوري د بلخ پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر ورزنې لاندې يو خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists