د افغانستان په يوې لويديځې ولسوالۍ کې د بيارغاونې د هيلو مړاوې کېدل

ځايي اوسيدونکي وايي د ژمنو د نه ترسره کېدو له امله د خلکو له خوابدۍ څخه مخالفينو ته ګټه رسيږي.

د افغانستان په يوې لويديځې ولسوالۍ کې د بيارغاونې د هيلو مړاوې کېدل

ځايي اوسيدونکي وايي د ژمنو د نه ترسره کېدو له امله د خلکو له خوابدۍ څخه مخالفينو ته ګټه رسيږي.

Italian soldiers running a first-aid course for Afghans in Gozara province. Some residents are unhappy that promised reconstruction work has yet to materialise. (Photo: ISAF media)
Italian soldiers running a first-aid course for Afghans in Gozara province. Some residents are unhappy that promised reconstruction work has yet to materialise. (Photo: ISAF media)
Monday, 9 May, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، شاهپور صابر ليکنه

د افغانستان د لويديځې ولسوالۍ اوسيدونکي وايي د وضعې د بېثباتۍ خطر موجود دی، ځکه دوه کاله دمخه د ځايي جنګ سالارانو د له منځه وړلو وروسته شوې ژمنې لا تر اوسه تر سره شوې نه دي.

زيات شمېر خلک وايي طالبان د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ ته د ‎ځايي اوسيدونکو د هغه خپګان له امله د  راستنيدو په لاره کې دي، چې لامل يې د نړيوالې ټولنې پاتې راتګ بلل شوی. 

د ګذرې په ولسوالې کې د طالبانو د راغونډېډلو ادعاوې د هرات ښار پر هوايي ډګر د فبرورۍ په مياشت کې  د راکټي بريدونو له امله لا پسې پخې شوې، چې د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړيوالو سوله ساتو ځوکونو مرکز ته څېرمه پروت دی.  

د سياوشان د کلي اوسيدونکي، حبيب الله وويل، ياغيان د ګذرې (ولسوالۍ) په ځينو ګاونډيو سيمو کې، په تېره بيا د شپې له خوا، ګرځي راګرځي.

هغه وويل: «ددې کار لامل د حکومت او د بهرنيانو اشتباګانې دي، چې ياغيان (مخالفين) بيا په سيمه کې راپيداکيږي.  که چېرته هغوی لازم امنيت تامين کړی وای  او د خلکو د ګټې لپاره يې کار کړی وای، نو ولس به له حکومت سره همکار وای. د مخالفينو شتون دا ښيي چې خلک له حکومت څخه پوزې ته راغلي دي.»

د ګذرې ولسوالي تر ۲۰۰۹ کال پورې د غلام يحيی اکبري په نامه د ملېشو د يو پياوړي قوماندان تر ولکې لاندې وه. اکبري، چې يو مهال  د هرات د پخواني والي اسمعيل خان پلوي و، د مخالفينو له ډلې سره يوځای شو او ګذره يې د بريدونو، برمتو او غلاوو له لارې په يوې ناامنې  سيمې بدله کړه.

اکبري او د هغه ۲۲ تنه پلويان  د ۲۰۰۹ کال په اکتوبر کې دايساف او افغان سرتيرو په يو عمليات کې سياوشان ته نژدې ووژل شو. 

سيمې ته د ټيکاو او ثبات په راتګ ځايي خلک د بيارغاونې نوو پروژو او د نړيوالې ټولنې نورو مرستو ته سترګې په لار وو. (وګورئ: د هرات ازادې شوې ولسوالۍ کې نوي ژوند.)

هغوی وايي ، دايساف د تر مشرې لاندې د ايټاليې د پوځي او ملکي ګډو ځواکونو د ولايتي د بيارغاونې ډلې له هغوی سره د سړکونو، پلونو، بندونو، څاګانو او ښوونځيو د جوړولو ژمنه کړې وه. 

د هغوی په وينا تر دې دمه په سياوشانو کې يوازې  درې کوچنی پلونه او د يو ښوونځي ديوالونه جوړ شوي دي.

د عبدالستار په نامه يو کليوال، چې سياوشان ته د تللي خراب سړک  په غاړې ناست و، وويل: ‎«هغوی ټولو موږ وغولولو.  د اکبري له وژل کيدو وروسته بهرنيانو وويل، چې دا سړک به پوخ کړي. دا (سړک) يې جوړ نه کړ. په ګزمو يې لا پسې خراب کړ. له دوړو ډک دا خام سړک په سياوشانو کې د ژوند بېلګه ده. دا جوتوي چې حکومت او بهرنيانو دلته په تېرو لسو کلونو کې د خلکو لپاره هيڅ هم نه دي کړي.»

داسې انګيرنې د مرکزي حکومت او د هغې د نړيوالو انډيوالانو په وړاندې دښمني راپاروي. ياغيان دا کار له خدايه غواړي.   

د غلام صديق په نامه يو بل کليوال وويل: «هغوی [طالبان] تل خلکو ته د حکومت او بهرنيانو درواغ بيانوي  خلک اوس د مخالفينو په خبره باور کوي. تر کومه ځايه چې ماته څرګنده ده، خلک اوس [د] مخالفينو [پلوۍ] ته زړه ښه کوي.»

د سياوشان د کلي مشر، شاه احمد خان وويل، د اکبري يو زوی هلې ځلې پيل کړی چې ځايي ياغيان راوښوروي. هغه زياته کړه: «دلته د مخالفينو له شتون څوک سترګې نشي پټولای.»

د ګذرې په ولسوالۍ کې د سميع الله سلحشور په نامه د ياغيانو يو قوماندان آی ډبليو پي آر ته وويل، د هغه ډلې د هغه په وينا د «ګوډاکي حکومت»  په وړاندې تبليغاتي جګړه ګټي.

هغه وويل: «بهرنيانو په افغانستان کې ماتې خوړلې ده. زموږ وسله وال انډيوالان د روان پسرلي په اوږدو کې پر هغوی د بريدونوو تياری نيسي.»

ژورنالست او سياسي شنونکي، فريدون آژند وويل، هغه مهال چې نړيواله ټولنه د خپلو ژمنو په سرته نه رسولو وپوهيده، له دې امله «يې بنسټپالو ته د تبليغاتو زمينه برابره کړه چې د نړيوالې ټولنې د دوه ګوني چلن په اړه تبليغات پيل کړی، په دې توګه زيات جنګيالي جذب کړی، نوې جبهې پرانيزي او جګړه نوره هم توده کړي.»

په پارلمان کې د هرات ولايت استازی، محمد رفيق شهير د مرستو او بيارغاونې په اړه د کړو ژمنو د سرته رسولو پر اهميت ټينګار کوي.

هغه زياته کړه: «له دې پرته به خلک په [موسسو] خپل باور له لاسه ورکړي او په پای کې به يې له نړيوالې ټولنې او افغان حکومت سره واټن زيات شي.»

آی ډبليو پي آر د ولايتي بيا رغاونې ايټاليوي ډلې مشر، ډګروال انتونيو انتوري ته تر دې دمه د شوو مرستو په اړه انديښنه په ډاګه کړه.

انتوري وويل، يو شمېر پلونه او ښوونځي جوړ شوي، خو د سياوشانو د سړکونو د پخولو په څېر لويې پروژې زيات کار او وخت غواړي.  

هغه وويل: «دوو کلونو ته په پام سړی ويلی شي چې د (سړک د پخولو) کار ډېرې مودې ته اړتيا لري. نړيوالې ټولنې هيڅکله هم دا پروژه نه ده هېره کړې.»

Frontline Updates
Support local journalists