دښځو دررایه ورکولو زور:

دښځو دررایه ورکولو زور:

Friday, 17 September, 2010

په لسګونو ښځې چارشنبې د ټاکنیزو سیالیو په وروستۍ ورځ په باغ زنانه کې سره را ټولې شوی وی ترپه پارلمان کې د ښځو د ملاتړ لپاره خپل غږ پورته کړي
له کابل ولایت څخه ولسی جرګې ته یوې نوماندې قدریه یزدان پرست وویل "ډیر شمیر ښځو چې په دې غونډه کې ګډون کړی وو وویل چې یواځې ښځو نوماندانو ته به رایه ورکوی "
د كابل ولايت یوتن ښوونکې پلوشې وویل "رایه ورکول زما حق دی او هرچاته می چې زړه وغواړی رایه ورکوم "
هغې وویل " چې هیڅوک ما نشی مجبورولی چې د هغوی د خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړم حتی که هغه یوه ښځه هم وي "
خو ټولې افغانې ښځې دداسې آزادی څخه نه دی برخمنې
د کاپیسا ولایت اوسیدونکې فاطمه چې 45 کاله عمر لری وایی چې د ټآکنوپه ورځ میړه یی دې ته وایی چې باید د هغه د خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړی . فاطمه چې سواد نه لری او د نوماندانو نومونه هم نشی لوستلی وایی چې میړه یی د خپل د خوښې وړ نوماند انځور ورته ښیی او دا هم همغه نوماند ته رایه ورکوی
 

Elections
Frontline Updates
Support local journalists