ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناروې د کډوالو شورا: د ناټو غړي هېوادونه باید افغانان هېر نه کړي

د ناروې د کډوالو شورا: د ناټو غړي هېوادونه باید افغانان هېر نه کړي

author avatar
17 Nov 2021 - 13:52
د ناروې د کډوالو شورا: د ناټو غړي هېوادونه باید افغانان هېر نه کړي
author avatar
17 Nov 2021 - 13:52

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۰): د ناروې د کډوالۍ شورا سرمنشي وايي، که څه هم طالبان د ښې حکومتولۍ دنده پر غاړه لري، خو د ناټو غړي هېوادونه هم باید دا خبره هېره نه کړي چې په میلیونونو افغانان یې تر شا پرېیښي دي.

د راپورونو له مخې، د ناروې د کډوالۍ شورا سرمنشي جان ایګیلنډ (Jan Egeland )پرون په یوه انځوریز پیغام کې ویلي: «طالبان د ښې حکومتولۍ لوی مسوولیت لري؛ ځکه دوی پر افغانستان ولکه ټینګه کړې ده، خو زه په صادقانه ډول پر دې باور یم چې د ناټو غړي هېوادونه باید دا هېر نه کړي چې دوی ۴۰ میلیونه وګړي تر شا پرېښودل.»

سرچيني لیکلي چې جان ایګیلنډ د روان کال په سپټمبر کې افغانستان ته سفر کړی و او په خپلو تازو څرګندونو کې یې ویلي، هره ورځ له افغانستانه له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ افغانان یوازې ایران ته روان دي او ایران هم نه شي کولی چې په میلیونونو پناه غوښتونکو ته له بهرنۍ مرستې پرته پناه ورکړي.

د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم وايي، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي او دغه سازمان دوی ته د خوړو برابرولو لپاره کافي بودجه نه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیه مشر ډيويډ باسلې (David Beasley . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.