ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د امریکا له خوا د کنګل شویو پيسو د ازادېدو غوښتنه وشوه

کندهار کې د امریکا له خوا د کنګل شویو پيسو د ازادېدو غوښتنه وشوه

author avatar
29 Dec 2021 - 18:24
کندهار کې د امریکا له خوا د کنګل شویو پيسو د ازادېدو غوښتنه وشوه
author avatar
29 Dec 2021 - 18:24

کندهار (پژواک، ۸ مرغومي۱۴۰۰): په کندهار کې یو شمېر سوداګرو، قومي مشرانو او د مخکيني حکومت یو شمېر چارواکو د اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پيسې دې ازادې کړي.

دوی وویل، دغه پیسې د افغانانو دي او له بندېدو سره یې په افغانستان کې سوداګرو او عامو خلکو ته زیایونه رسیږي.

په دغه غونډه کې د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس حاجي نصرالله زهیر وویل، امریکا د دغو پيسو په کنګل کېدو سره پر عامو افغانانو ظلم کوي، ځکه دا پيسې په حکومت پورې اړه نه لري.

هغه زیاته کړه، افغان سوداګرو نړۍ ته صادرات کړي دي، خو اوس يې پیسې هلته بندې پاتې دي او دلته په افغانستان کې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

دغه راز په غونډه کې د مخکيني حکومت د قبایلو وزیر ګل اغا شېرزي وویل، د طالبانو حکومت باید د پيسو ازادولو او نورو چارو لپاره متخصصین، سیاسي او ملي شخصیتونه که په بهر کې دي او که دلته په هېواد کې دي، راوبولي تر څو دا موضوعات حل کړي.

ده زیاته کړه، امریکا په موږ روسیه ماته کړه، خو نن د افغان ملت په مقابل کې ولاړه ده او پيسې یې کنګل کړې دي.

شېرزي وویل، که وضعیت همداسې روان وي، د طالبانو نظام به دوام ونه کړي او باید په دې برخه کې اسلامي کنفرانس او ملګري ملتونه لاس په کار شي، ځکه اتیا سلنه افغانان له لوږې سره مخامخ دي.

دغه راز د کندهار سوداګرو هم پر امریکا سختې نیوکې وکړې چې اوس مهال له افغانانو سره ظلم کوي او د هغوی شتمني یې کنګل کړې ده.

د کندهار یوه سوداګر محمد ولي هوتک وویل، امریکا د جګړې په ډګر کې ماتې وخوړه، خو اوس یې اقتصادي او کلتوري جګړه پيل کړې چې په دې کې به هم ماتې خوري.

دغه راز بل سوداګر حاجي محد صدیق وویل، د کنګل شویو پيسو له امله د روغتیا په برخه کې هم ډېرې ستونزې رامنځ ته شوې دي، خو نړیوال یواځې د بشري مرستو په نوم افغانان تېر باسي.

هغه زیاته کړه، دوی پيسې لري خو درمل څوک نه ورباندې خرڅوي چې دا کار د ناروغانو د زیاتوالي او مړینې لامل شوی دی.

د تېر حکومت د کندهار مرستیال والي حاجي اغا لالي دستګیري هم وویل، نړیوالو ته دا وايي چې اوسنی حکومت یې قبول دی، خو دوی باید تعامل ورسره وکړي.

هغه زیاته کړه، ځيني چارواکي چې مخکې بهر ته تللي وو، بیرته هېواد ته راغلي دي چې مثال یې ګل اغا شېرزی دی، نو باید امریکا هم له اوسني حکومت سره اړیکې سمې کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې له امریکا څخه افغان سوداګر، قومي مشران او د حکومت مشران د کنګل شویو پيسو د ازادېدو غوښتنه کوي، بلکې له دې وړاندې هم په ډېرو غونډه کې دغه غوښتنه شوې او خلکو لاریونونه هم کړي دي، خو امریکا وايي، د کنګل شویو پيسو چې شاوخوا نهه ميلیارډه ډالر کېږي، د ازادېدو پلان نه لري.

 

Visits: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.