Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د «روسیې او اسلامي نړۍ»غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته د ا.ا د پلاوي سفر

د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له یوه پلاوي سره په څوارلسمې نړۍوالې اقتصادي غونډې د ګډون لپاره د روسیې، تاتارستان ته سفر وکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي چې د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د ودې او په افغانستان کې د پانګونې جلبول دي.

عبدالسلام جواد طلوع‌نیوز ته وویل:«ښاغلی عزیزي په نوموړې غونډه کې د ګډون سربېره د سوداګرۍ د اسانتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې د ودې او په افغانستان کې د پانګونې د جلب لپاره له روسي او د نورو هېوادونو او سترو شرکتونو له چارواکو سره به لیده کاته وکړي.»

په ورته مهال د لوړو زده کړو وزارت وايي، دې درې ورځنۍ غونډه کې به د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال په تعلیمي او تحصیلي فرصتونو هم بحث وکړي.

بل خوا د پوهنتونونو استادان ټینګار کوي، چې د دې فرصتونو د برابرولو سربیره دې اسلامي امارت د نجونو زده کړیالانو پر وړاندې د پوهنتونونو پرانیستلو ته پام وکړي.

د پوهنتون استاد ناصر شفیق وویل:«ولس دا غواړي څومره ژر کېږي، د افغانستان د نجونو لپاره د زده‌کړو زمینې، د پوهنتون په سطحه او د ثانوي زده کړو په کچه برابرې شي.»

د پوهنتون استاد صفي الله عرب زاده هم څرګنده کړه:«د نجونو پر مخ باید د تعلیم او زده‌کړو دروازه ونه تړل شي او بالاخره نجونې له ستونزو سره مخ کېږي.»

د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، د دغه وزارت علمي مرستیال سره په سفر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي رییس ملتیا کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه