Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محب: د دولت عالي شورا به یوازې د سولې په چارو کې فعالیت وکړي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې د دولت عالي شورا به یوازې د سولې په چارو کې فعالیت وکړي.

ښاغلی محب زیاتوي، چې د دولت عالي شورا به نورو برخو کې ښکېله نه وي او حکومتي چارې یوازې د حکومت د مشرانو له لوري مخته وړل کېږي.

نوموړي څرګنده کړه:«اصلي بحث د سولې په هکله دی، حکومتوالي په خپل ځای ده، اساسي قانون د حکومتوالۍ په هکله خپل صراحت لري.»

خو د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي وایي چې د سولې مشري یوازې د دې شورا صلاحیت دی او د دولت د عالي شورا د دې لپاره جوړه شوې ده چې غړي يې پر ټولو سیاسي او ملي بهیرونو اغېز ولري:«که چېرې شورا په یوې ځانګړې برخه کې تصور وي چې یوازې د سولې په برخه کې کار وکړي، هېڅکله داسې نه ده، که چېرې ټاکل شوې وي چې د سولې په برخه کې کار وکړي د مصالحې عالي شورا شته. کله چې د دولت د عالي شورا نوم دی، معنا یې دا ده چې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي چارو کې د دولت اړوند سترې ملي پالیسۍ دي.»

بل خوا د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال وایي که چېرې سیاستوال د دولت د عالي شورا پر جوړېدو ملاحظات لري، دولت باید ورته پام وکړي څو د دولت عالي شورا د ملي اجماع په ترڅ کې یوه رامنځته شوې شورا وبلل شي.

ښاغلي سعادتي زیاته کړه:«که چېرې ممانعت او ستونزه موجوده وي، ویل کېدای شي چې دا ستونزه او دا مخنیوی باید له مخې لېرې کړل شي.»
 
ارګ وایي چې ټاکل شوې ده د دولت د عالي شورا ترکیب په همدې اونۍ کې وروستۍ شي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وایي چې د دولت عالي شورا به د حکومتولۍ په چارو کې ښکېله نه وي او د دې شورا د غړو رول به یوازې د سولې بهیر کې اغېزناک وي.

Thumbnail

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې د دولت عالي شورا به یوازې د سولې په چارو کې فعالیت وکړي.

ښاغلی محب زیاتوي، چې د دولت عالي شورا به نورو برخو کې ښکېله نه وي او حکومتي چارې یوازې د حکومت د مشرانو له لوري مخته وړل کېږي.

نوموړي څرګنده کړه:«اصلي بحث د سولې په هکله دی، حکومتوالي په خپل ځای ده، اساسي قانون د حکومتوالۍ په هکله خپل صراحت لري.»

خو د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي وایي چې د سولې مشري یوازې د دې شورا صلاحیت دی او د دولت د عالي شورا د دې لپاره جوړه شوې ده چې غړي يې پر ټولو سیاسي او ملي بهیرونو اغېز ولري:«که چېرې شورا په یوې ځانګړې برخه کې تصور وي چې یوازې د سولې په برخه کې کار وکړي، هېڅکله داسې نه ده، که چېرې ټاکل شوې وي چې د سولې په برخه کې کار وکړي د مصالحې عالي شورا شته. کله چې د دولت د عالي شورا نوم دی، معنا یې دا ده چې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي چارو کې د دولت اړوند سترې ملي پالیسۍ دي.»

بل خوا د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال وایي که چېرې سیاستوال د دولت د عالي شورا پر جوړېدو ملاحظات لري، دولت باید ورته پام وکړي څو د دولت عالي شورا د ملي اجماع په ترڅ کې یوه رامنځته شوې شورا وبلل شي.

ښاغلي سعادتي زیاته کړه:«که چېرې ممانعت او ستونزه موجوده وي، ویل کېدای شي چې دا ستونزه او دا مخنیوی باید له مخې لېرې کړل شي.»
 
ارګ وایي چې ټاکل شوې ده د دولت د عالي شورا ترکیب په همدې اونۍ کې وروستۍ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه