Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نېکلاسون: مرستندویه هېوادونه دې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسون وايي، افغانستان به له سخت ژمي سره مخ شي او تر اوسه له افغانستان سره د غوښتل شویو مرستو یوازې ۴۵ سلنه تر لاسه شوي دي.

ښاغلي نېکلاسون په یو لړ ټویټونو کې له روسیې، چین او د اسلامي همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو غوښتنه کړې چې د بریټانیا، امریکا او اروپايي هېوادونو په څېر له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی داسې مهال په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه داسې مهال اندېښنه څرګندوي چې څو وړاندې کابل ته په سفر راغلی و.

نوموړی د دې سفر پر مهال په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو، ټول‌ګډنه حکومت جوړولو او د افغانانو تر منځ د ملي پخلاینې تر څنګ یې د یو شمېر نورو مهمو مسایلو په اړه څرګندونې وکړې.

نوموړي په‌دې اړه وویل: «اروپايي ټولنه، ملګري ملتونه، د افغانستان ګاونډي هېوادونه او نړۍوال متحدین دا ټول له طالبانو غواړي چې، د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدو ته اجازه ورکړي. زه په دې برخه کې په ملي کچه ډېر لږ پرمختګ وینم؛ خو برعکس د ښځو، لږکیو، سیاسي مخالفینو محرومیت او ځپل کېدل ډېر لیدل کېږي. خو بیا هم باور لرم چې، ټول ګډونوالی په افغانستان کې د دوامداره سولې او سوکالۍ او په ګاونډیو هېوادونو کې سولې لپاره مهم شرط دی.»

نوموړي همداراز په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه په پلازمینه کې د وروستیو چاودنو په تړاو اندېښنه وښوده او اسلامي امارت یې د خلکو د امنیت ساتنې مسوول وباله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه