ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اردوغان: له امریکا سره د کابل هوایي ډګر د امنیت  پر څرنګوالي مو موافقه کړې

اردوغان: له امریکا سره د کابل هوایي ډګر د امنیت پر څرنګوالي مو موافقه کړې

author avatar
10 Jul 2021 - 12:53
اردوغان: له امریکا سره د کابل هوایي ډګر د امنیت  پر څرنګوالي مو موافقه کړې
author avatar
10 Jul 2021 - 12:53

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې له امریکا سره د کابل هوایي ډګر د امنیت د کاري ساحې پر څرنګوالي موافقې ته رسېدلي دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، ښاغلي اردوغان دغه راز ویلي چې د ترکیې او امریکا د دفاع وزیرانو د تېرې پنجشنبې په ورځ په دې اړه په تفصیل سره ټیلېفوني خبرې هم کړې دي.

ده زیاته کړې: “له ناټو او امریکا سره د کابل هوایي ډګر د ماموریت پر کاري ساحې خبرې وشوې. پر دې مو خبرې وشوې چې موږ څه منو او هغوی څه ومني.”

ترکیي ژمنه کړې وه چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته به د کابل هوایي ډګر امنیت ساتي، خو د دغه کار لپاره یې د ۱۳۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې وه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره میاشت په بلجیم کې د ناټو سرمشریزې غونډې پر مهال د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره هم خبرې کړې وې.

امریکا له دې لیدنې وروسته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو لپاره د ترکیې د “ښکاره ژمنې” ستاینه کړې وه.

د کابل نړیوال هوایي ډګر د لوېدیځو هېوادونو د ډيپلوماتانو او خیریه مؤسسو د کارکوونکو لپاره د وتلو مهمه لار ده.

امریکا هم ویلي چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو له وتلو وروسته به شاوخوا ۶۰۰ سرتېري  په افغانستان کې پرېږدي چې د سفارت، ډیپلوماتانو او کابل هوایي ډګر امنیت وساتي.

Visits: 97

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.