Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د شخړې پر سیاسي حل د طالبانو د مشر ټينګار

د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده، نن (یکشنبه د چنګاښ په ۲۷ مه) د لوی اختر پیغام کې، د دې ډلې ولکې ته د ځینو ولسوالیو لوېدو ته په اشاره ویلي، چې دې سره سره، طالبان د شخړې د سیاسي حل ملاتړ کوي.

د طالبانو مشر وایي، طالبان به له هر هغه فرصته کار واخلي، چې "هېواد کې د اسلامي نظام راتلو او د سولې ټینګېدو سبب شي."

د مولوي هبت‌الله په پيغام کې راغلي، چې دوی د خبرو له لارې، د کشالې حل ته ژمن دي، خو په وینا یې "په خواشینۍ سره مقابل لوري" لا هم فرصت له لاسه ورکوي.

نوموړي ویلي، طالبان غواړي، له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره، ښې او پیاوړې ډېپلوماټیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري او د نړۍ هېوادونو ته دا ډاډ ورکوي، چې افغانستان به چاته هم، دا اجازه ور نه کړي، چې له خاورې یې د نورو امنیت ته ګواښ پېښ شي.

د طالبانو مشر د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې د افغانستان کورنیو چارو کې دې "هېڅ ډول مداخله" نه کوي.

مولوي هبت‌الله خپل اختریز پیغام کې، ټولو سفارتونو، بهرنیو بنسټونو او پانګه‌والو ته ډاډ ورکړی، چې طالبان به یې د امنیت ټینګولو کې هڅې وکړي.

د طابانو مشر دا هم ویلي، چې طالبان د اسلامي احکامو او د ملي منافعو په چوکاټ کې، د وینا ازادۍ ته ژمن دي او خبریالان باید دغو دوو ټکو ته په پام او د ژورنالېزم اصولو پر بنسټ، خپل کارونه ترسره کړي.

د طالبانو د مشر دا پیغام داسې مهال راغلی، چې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، پرون په دوحه کې طالبانو سره غونډه کې وویل، چې "هېواد کې د اوسنۍ جګړې اصلي بایلونکي د افغانستان خلک دي".

ښاغلي عبدالله ټینګار کړی، چې جګړه د افغانستان د ستونزې حل لاره نه‌ده او په غیر سوله‌ییزه توګه د انګیرنو اونظرونو له تپلو باید ډډه وشي.

ښاغلي عبدالله ویلي:«ټول پوهېږو چې د افغانستان خلک د تاوتریخوالي اصلي قربانیان دي. دا توپیر نه‌کوي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له زوره کار اخلي او یا د طالبانو تحریک په تاوتریخوالي د بري فکر وکړي. د اوسنۍ جګړې اصلي قربانیان د افغانستان خلک دي.»

د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د پلاوو ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه پرون په دوحه کې پیل شوې او په پام کې ده، چې د نن ورځې تر پایه پورې به د دواړو غاړو ګډ پرېکړه‌لیک خپور شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي مشري عبدالله عبدالله کوي، چې محمد کریم خلیلي، عطاء محمد نور، محمد معصوم ستانکزی، عبدالسلام رحیمي او ځینې نور سیاستوال هم ورسره مله‌دي.

د طالبانو د غاړې مشري د دې ډلې سیاسي مرستیال او د طالبانو د قطر دفتر رییس ملا عبدالغني برادر کوي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو استازو په پرونۍ غونډه کې دا ټینګار کړی، چې د افغانستان د شخړې حل په مذاکراتو او سیاسي هڅو کې دی.

شریک یي کړئ