ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: نوی حکومت به بشري حقونو ته ژمن وي خو نړۍ دې همکاري وکړي

طالبان: نوی حکومت به بشري حقونو ته ژمن وي خو نړۍ دې همکاري وکړي

author avatar
7 Sep 2021 - 21:05
طالبان: نوی حکومت به بشري حقونو ته ژمن وي خو نړۍ دې همکاري وکړي
author avatar
7 Sep 2021 - 21:05

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۰): طالبان وايي، هېواد کې به کورنۍ پانګې ښې مدیریت شي، نړیوالو پانګوالو ته هم اړینې اسانتیاوې برابرېږي او نوی حکومت به له اسلامي ارزښتونو سره سم ټولو بشري حقونو ته ژمن وي خو نړۍ دې همکاري وکړي.

دغه څرګندونې نن د “نوي اسلامي شرعي حکومت او کابينې” له اعلان څخه وروسته د “اسلامي امارت” د پالیسیو په اړه یوه اعلامیه کې راغلي دي.

په دغه اعلامیه کې د طالبانو مشرتابه(امیرالمومنین) شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده له قوله راغلي چې په نوې سرپرسته کابینه کې مقرر شوي شخصیتونه به د اسلامي احکامو اوشرعي قوانینو، د هیواد ملي ګټو، د هېواد له سرحداتو او منافعو څخه ساتنې او د تل پاتې امن، او پرمختګ لپاره ښه کار کوي.

دی وايي:”زموږ تیرې شل کلنې مبارزې او جهاد دوه ستر هدفونه درلودل، لومړی بهرنی اشغال او تجاوز پای ته رسول او د هیواد ازادي، دوهم په هیواد کې بشپړ، مستقل، مستحکم، مرکزي اسلامي نظام حاکم کیدل. همدې اصل ته په کتو به په راتلونکي افغانستان کې د حکومتولۍ او ژوند ټولې چارې د سپيڅلي شریعت د قوانینو له مخې تنظیم کیږي.”

هغه زیاته کړې چې دوی د افغانستان له ګاونډیو او نورو هیوادونو سره پياوړې او په متقابل احترام او تعامل ولاړې ښې اړیکې غواړي چې د هېواد د علیاء ګټو او مصالحو پر اساس به بنا وي.

اخندزاده زیاتوي:”موږ ټولو هغو نړیوالو قوانینو او میثاقونو، پریکړو او تعهداتوته ځان ژمن بولو چې د اسلامي شریعت او د هیوا له ملي ارزښتونو سره په تضاد کې واقع نه وي، د نړۍ له هیوادونو څخه هم غواړو چې له موږ سره رغنده پياوړو او ښو سیاسي تعاملاتو، دیپلوماتیکو اړیکو او حسنه  روابطو ته ارزښت ورکړي او له موږ سره همکاره واوسي.”

د ده په وینا، طالبان به د بشر د حقوقو، د اقلیتونو د حقوقو او د محرومو قشرونو د حقوقو د ورکړې په برخه کې  د اسلام د مبین دین د غوښتنو په چوکاټ کې جدي او مؤثر ګامونه واخلي.

سرچینې لیکلي چې نوی حکومت به د امنیت له ټینګولو سره سره د اقتصادي پیاوړتیا، رفاه او پراختیا لپاره خپل ټول توان وکاروي، کورنۍ سرمايې به په ښه او شفاف ډول مدیریت کړي، نړیوالو پانګونو او د تجارت بیلابیلو برخوته به ځانګړې زمینه مساعده کړي او د بې کارۍ په وړاندې به په ښه ډول مبارزه وکړي.

د یادې اعلامیې له مخې، طالبان هڅه کوي چې هېواد کې فقر او بې کاري له منځه لاړه شي او د دې کار لپاره له ملي سوداګرو، پانګوالو او نورو افغانانو د مرستې او ملاتړ غوښتنه کوي.

د سرچینې په وینا، نوی حکومت به د رسنیو د ازادي، فعالیت او ښه والي لپاره کار کوي خو رسنۍ هم مکلفې دي چې پخپلو نشراتو کې د اسلام دین احکام، د هیواد ملې ګټې او بې پرېتوب په نظر کې ولري.

مولا هبت اخوندازه وايي: “ګاونډیو، د سيمې او نړۍ هیوادونو ته مو پيغام دادی چې افغانستان  خاوره به د هیڅ هیواد د امنیت په ضد او ضرر نه استعمالیږي، موږ ټولوته اطمینان ورکوو چې له افغانستان څخه هيڅ تشویش و نلري. او له دوی څخه هم د ورته چلند غوښتنه کوو.”

هغه زیاته کړې، په هیواد کې ټولو بهرنیو ديپلوماتانو، سفارتونو، قونسلګریو، خیریه مؤسساتو او پانګوالوته پوره ډاډ ورکوي چې  دوی ته به  هيڅ ډول  ستونزه نه وي.

دی زیاتوي، د طالبانو به لومړنۍ هڅه دا وي چې هېواد کې ټولې ستونزې د مشروع او معقولو طرحو له لارې حل کړي او هېوادوال باید له هیواد څخه د وتلو هڅه ونه کړي، “اسلامي امارت” له هیچاسره ستونزه نلري،  ټول به د نظام او افغانستان  په پياوړتیا کې  ونډه اخلي.

د هغه په وینا، د بیت المال ساتنه او پالنه پاملرنه غواړي، خصوصا، نظامي وسایل، حکومتي ودانۍ او ملي شتمنۍ چې هيڅوک يې د تخریب، ضایع کیدو او د اړوندو مسئولینو له اجازې پرته  په کې د تصرف کولو حق نه لري.

Visits: 617

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.