Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوداګرۍ خونه: د افغانستان له پیسو دوه مېلیارده یې د خصوصي برخې دي

د افغانستان د پیسو د زېرمو په هکله د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې د غبرګونونو په دوام، د هېواد سوداګرو او پانګوالو هم د افغانستان له شتمنیو د سپټمبر د ۱۱ قربانیانو ته د غرامت له ورکړې سره مخالفت اعلان کړ.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان د کنګل شویو کابو ۱۰ مېلیارد ډالرو له منځه دوه مېلیارد ډالر یې د خصوصي برخې دي.
 
د دغې خونې سرپرست ټينګار کوي چې د افغانستان د پیسو زېرمې د هېواد د پیسو ملاتړي دي او دا شتمني باید په نورو چارو کې ونه لګول شي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«د افغانستان خصوصي سکټور غواړي چې امریکا د خپلې پرېکړې په هکله غور وکړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي،چې له نهه نیم میلیارده هغو ډالرو نه چې د امریکا او سویس په بانکونو او نړۍوال بانک کې کنګل شوي دي. نږدې دوه میلیارده یې د خصوصي سکټو ردي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی هم څرګندوي:«د خصوصي برخې دوخ مېلیارد ډالر په بشپړه توګه کنګل کړي دي دا ظلم دی نړۍ باید پوه شي چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکټور قانوني استازې ده.»

بل خوا د سوداګریزو  شرکتونو ټولنه هم په دې تړاو پر امریکا نیوکه کوي.

د سوداګریزو شرکتونو د ټولنې مرستیال حکمت ‌الله وايي:«امریکا باید د افغانستان د خلکو پیسې ازادې کړي چې د افغانستان ملت له هغې استفاده وکړي. دم ګړۍ افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی.»

د افغانستان بانک بېرته د دغه بانک د شتمنیو د بېرته ورستنولو غوښتنه کوي.
  
د افغانستان بانک ویاند صابر مومند وویل:«د افغانستان د پیسو زېرمې د پولي سیاست د تطبیق، له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا او د هېواد د مالي نظام د استحکام په منظور د اړوندو مقرراتو او قانون پر بنسټ استفاده کېږي.»

که څه هم د سپټمبر د یوولسمې د پېښې قربانیانو او د افغانستان بشري چارو ته د افغانستان د پیسو ځانګړي کېدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي، خو څرګنده نه ده،چې آیا بایډن به پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او کنه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه