د امریکا د ملي امنیت سلاکار وایي، امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو له اېستلو وروسته دغه هېواد ته د بیاځلي سرتېرو لېږدولو پرېکړه نهلري
د امریکا د ملي امنیت سلاکار یکشنبې ( د وري په ۲۹مه) وویل، هیڅ څوک نهشي کولی له دغه هېواده د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته کوم تضمین وړاندې کړي او امریکا دغه هېواد ته د ځواکونو د بیاځلي لېږد پرېکړه نهلري.
جک سالیوان د رویټرز په نقل د فاکسنیوز خبري شبکې سره په یوې مرکه کې ویلي، امریکا به له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وتو وروسته، په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ګواښونو ته تمرکز وکړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار دغه څرګندونې د جو بایډن لهخوا د سپټمبر په ۱۱مه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتو له اعلانه وروسته کړي دي.
د رویټرز د راپور لهمخې، ښاغلي جک سالیوان د هغه پوښتنې په اړه چې ایا افغانستان به د عراق برخلیک سره مخ شي، چې په ۲۰۱۱ کال کې امریکایي ځواکونه له دغه هېواده ووتل او د عراق ځینې برخې د داعش جنګیالیو لاس ته ولوېدې او د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما دې ته اړ شو، چې دغه هېواد ته بیاځلي سرتېري ولېږي، وویل، ولسمشر بایډن بیاځلي افغانستان ته د سرتېرو لېږلو پرېکړه نهلري.
هغه زیاتوي، زه نشمه کولی، چې په دې اړه کوم تضمین ورکړم چې وروسته د امریکایي ځواکونو له وتلو به د افغانستان دننه څه کېږي، هیڅوک نهشي کولی چې د دې تضمین وکړي.
سالیوان زیاتوي، چې امریکا د افغان امنیتي ځواکونو د سرچینو په تولید او غښتلتیا کې، د افغانستان حکومت او خلکو، د دغه هېواد پوځي زدهکړې او تجهیزاتو او د دولت د همکاریو برخه کې چې څه په وس کې و، کړي دي.
هغه ټینګار کړی، موږ ټول دغه کارونه کړي دي او اوس وخت رارسېدلی څو امریکایي ځواکونه بېرته خپلو کورونه ته راستانه شي او د افغانستان خلک د خپل هېواد د دفاع په برخه کې ګام اوچت کړي.
سیاستوال هیلهمن دي، مخکې له دې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي د افغانستان حکومت او طالبان باید یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.
د جمعیت اسلامي د مشرتابه غړی محمداسماعیل خان وایي، د امریکایي ځواکونو وتو پورې پنځه میاشتې پاتې دي، نو باید د سولې لپاره د یوه فرصت په توګه کار واخېستل شي نه د جګړې لپاره.
هغه چې د یکشنبې په ورځ په هرات کې د مجاهدینو د بریا په ۲۹مې کلېزې راټولېدنه کې وینا کوله وویل، سوله لومړیتوب دی، خو خلک د جګړې لپاره هم چمتو دي.
په ډېر احتمال سره شاید چې سوله وشي. شاید سوله له ګواښ سره مخ شي. شاید جګړې زور واخلي. که حکومت بې غورۍ وکړي نو موږ باید اجازه ورنهکړو چې نور زموږ زامن شهیدان شي. موږ باید اجازه ورنهکړو چې له دې ډېرې سیمې د طالبانو لاس ته ولوېږي.
په دغې راټولېدنه کې په لسګونو وسلهوالو کسانو حضور درلود.
له افغانستانه د روان کال د سپټمبر په ۱۱مه د امریکایي ځواکونو وتو په تړاو د امریکا د ولسمشر د پرېکړې وروستۍ کېدو نه وروسته، ځینې سیاسي څېرو لکه محمدمحقق او د احمدشاه مسعود زوی احمدمسعود په هېواد کې د کورنۍ جګړې پر احتمال خبرې کړي دي.
د ولسمشر د امنیتي او سیاسي چارو سلاکار محمدمحقق وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتو نه وروسته به په هېواد کې کورنۍ جګړه ډېره وتپل شي.
احمدمسعود بیا وایي، جګړه به له پخوا ډېره، له پخوا خونړۍ او د افغانستان لپاره به یو لوی مصیبت وګرځي.
خو د طالبانو ډلې ویاند بیا ویلي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته به د سولې هوکړه موږ ته په لومړیتوب کې اوسي، خو د هغه په وینا که د سولې هڅې پایلې ورنهکړي نو طالبان به بیا پوځي ګزینه غوره کړي.
د طالبانو ډلې پخوانی قوماندان سیداکبر اغا وایي، په افغانستان کې پرته له سولې بله لار نهشته. که چیرې طالبان د جګړې له لارې افغانستان ته راشي، کېدای شي چې ځینې مخالفتونه منځته راشي او جګړې لا زیاتې شي.
له دې وړاندې ولسمشر غني ویلي، په هېواد کې ۳۵۰ زره پوځیانو ترڅنګ خلک هم په وسلو سمبال دي او نه پرېږدي چې طالبان د زور له لارې افغانستان ونیسي.