Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بنټ: افغانستان کې د ښځو او نجونو منزوي کېدل په شدت سره روان دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي چې د افغانستان له ټولنې د ښځو او نحونو د منزوي کېدو لپاره هڅې په شدت سره روانې دي.
 
د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي له افغانستان څخه تر سفر وروسته له امریکا غږ سره په مرکه کې د بشري حقونو د وضعیت له خرابېدو او د افغانانو وضعیت ته د نړۍوالې ټولنې د نه پاملرنې په اړه اندېښنه څرګندوي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بنټ څرګندوي:«افغانستان د بشري حقونو له جدي کړکېچ سره مخ دی، کله نا کله د بشري کړکېچونو او حکومتوالۍ په اړه اورو نو د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا شونې ده دا پرېکړه کړې وي چې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره نوړې کړنلارې رامنځته کړي، له دې وضعیت سره چې د ښځو پر وړاندې تبعیض، له اساسي حقونو د هغوی بې برخې کېدل او له افغان ټولنې د ښځو د حذف کولو لپاره دوامداره هڅې روانې وي، فکر کوم دغه هېواد د ټول شموله حکومت له جوړولو ډېر لرې دی او ښایي ډېره موده ونیسي.»

د ملګروملتونو دغه لوړپوړي چارواکي په ترکیه کې د پخواني حکومت له یو شمېر چارواکو او سیاسي څېرو سره په لیدنه کې د امنیتي اندېښنو له امله پنجشېر، تخار او نورو ولایتونو ته د خپل سفر د محدودیتونو په اړه خبرې کړي.

د پخواني حکومت د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي:«په پنجشېر کې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي او ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي د دغه مورد د څېړنې لپاره پنجشېر ته سفر وکړي، خو د هغه په وینا امنیتي موردونه د هغه د سفر مخه نیولې ده؛ خو ویلي یې دي لېواله دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض مستند کړي.»

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون سرپرست محمد نعیم نظري هم وویل:«د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي څخه د بشري حقونو کمېسیون هیله دا ده چې د بشري حقونو د نقض موردونه، چې د طالبانو له خوا په رڼه توګه په بنجشېر او نورو ولایتونو کې شوي دي په بې پرې توګه وڅېړي او د هغه راپور ورکړي.»

بل لور ته په افغانستان کې د بشري حقونو پر نقض د نړۍ د غبرګونو په دوام، د بشري حقونو نړۍوال څارونکي یو ځل بیا د بیان ازادۍ، له زده کړو د نجونو او کار له حق څخه د ښځو د لرې پاتې کېدو او دغه راز ښځو د پوښښ د څرنګوالي په اړه نیوکه کوي.

د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هیدربار څرګندوي:«داسې ښکاري چې طالبان عمیقاً په دې اړه فکر کوي چې ایا هغوی به د یو حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل شي، بندیزونه به ترې لرې شي او یا دا چې د هغوی پر ځینو مشرانو د سفر ممنوعیت به پر ځای وي، او دا د هېوادونو لپاره یو فرصت دی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د چلن له امله پر هغوی فشار راوړي او طالبانو ته ووايي که تاسو د دې ټولو غوښتونکي یاست، باید د ښځو د حقونو پر وړاندې ستر ګامونه پورته کړي.»  

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې ژمن دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه